خدای پاک په خپل ذات او ماهیت کې یو دی. خو هغه په درې بېلابېلو شخصیتونو کې څرګند شوی دی، کوم چې په دوامداره توګه د یو بل سره تعامل کوي. دوی یوځای موجود او تلپاتي دي، خو بېلابېل کردارونه لري. پلار خدای او روح القدس په زوړ تړون کې څرګند شوي دي، او عیسی په نوي تړون کې د خدای د زوی، د خدای د کلام او مسیح په توګه څرګند شوی دی. همدارنګه په کلام کي داسي ډیر آیتونه شته، چې دا درې واړه شخصیتونه یو ځای ذکر کوي.