مونږ په دې لړۍ/ سیریز کې کوښښ کوو ترڅو له پښتنو سره دمسیحی عقیدې،دهغې د اخلاقی لارښونو او حقیقی خدای په پېژندنه کې مرسته وکړو. په دې خپرونو کې د مسیحیت په هکله هیڅ کومه موضوع پټه او مبهمه نه ده پاتې شوې، بلکه په ټولو مهمو موضوعاتو باندي په اسانه او روانه پښتو کې بحث شوی دی. ځکه چې دا ډیره اړینه ده چې د هر قوم او ژبې ویونکي د خدای کلام او د هغې اړوند مسایل ولولي او ځان پرې پوه کړې.